مقامی ۲۳ مئی ۲۰۲۶

سول هسپتال کوټه کې په شپږو مياشتو کې تر 11 لکو زياتو ناروغانو ته درملنه ورکړل شوه

کوټه: سول اسپتال کوئٹہ د ميډيکل سپرنټنډنټ ډاکټر عبدالهادي کاکړ ويلي چې په تېرو شپږو مياشتو کې روغتون ته 11 لکه 47 زره 87 ناروغان د او پي ډي اسانتياوې ترلاسه کړې دي، په داسې حال کې چې زرګونه ميجر آپرېشنونه، سي سيکشن، اينجيوګرافي او تر دوه لکه زيات لېب ټېسټونه وړيا ترسره شوي دي۔ هغه وويل چې د تهيليسيميا، سترګو او سي ټي سکين ګڼ شمېر ناروغانو ته هم بريالۍ طبي اسانتياوې برابرې شوې دي، خو په ټولنيزو رسنيو کې د روغتون پر ضد ناسمه تبليغاتي کمپاین روان دی۔ ډاکټر عبدالهادي کاکړ څرګنده کړه چې د موږکانو خپره شوې ويډيو جعلي ده او اصل کې د هند اترپرديش پورې اړه لري۔ نوموړي وويل چې د دې جعلي ويډيو خپروونکو پر ضد فیڈرل انویسٹی گیشن ایجنسی سايبر کرايم ته شکايت شوی او قانوني اقدام به وشي، همدارنګه روغتون کې د درملو رسد ښه شوی، د بېلابېلو څانګو د ترميم کار به له اختر وروسته پيل شي او 129 نوې نرسانې هم ګمارل کېږي۔