مقامی ۲۳ مئی ۲۰۲۶

پر وخت عملياتو د ترهګرو ناوړه پلانونه شنډ کړل، وزيراعلی سرفراز بګټی

کوټه: میر سرفراز بگٹی د کچلاک او نوحصار په سيمو کې د ترهګرو پر ضد د برياليو عملياتو په ترسره کولو د محکمہ انسداد دہشت گردی او نورو امنيتي ادارو ستاينه کړې او ويلي يې دي چې امنيتي ځواکونو په پر وخت او منظم اقدام سره د هېواد دښمنه ترهګرو ناوړه پلانونه شنډ کړل۔ د نوموړي په وينا، د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شويو عملياتو کې 9 ترهګر وژل شوي، خو د سختې ډزې تبادلې پر مهال د سي ټي ډي 4 اهلکار هم شهيدان شوي دي۔ وزيراعلی د شهيدو سرتېرو قربانۍ د قوم وياړ بللی او د ټپيانو د ژر روغتيا لپاره يې نېکې هيلې څرګندې کړې دي۔ هغه اړوندو چارواکو ته سپارښتنه کړې چې ټپيانو ته دې غوره طبي اسانتياوې برابرې شي او زياته يې کړه چې په بلوچستان کې به د ترهګرۍ تر بشپړ ختمېدو پورې عمليات دوام ولري او د رياست ضد عناصرو پر ضد به بې توپيره کارروایي کېږي۔