لاہور (نوی ژوند رپورټ) د ترهګرۍ ضد ادارې سي ټي ډي دعوه کړې ده چي د پنجاب په بېلابېلو ښارونو کښې د عملياتو پر مهال ۱۳ مشکوک وسلوال نيول سوي دي. د سي ټي ډي وياند په وينا دغه عمليات په لاهور، ساہیوال، ملتان، جهلم، منډي بهاوالدين، جهنګ، چنیوټ او میانوالي کښې ترسره سوي دي. چارواکي وايي چي له نيول سوو کسانو څخه چاودېدونکي مواد، آئي اي ډي او ډېټونېټر ترلاسه سوي او په لاهور کښې مختار نومی يو مبينه خطرناک وسلوال هم نيول سوی دی. د سي ټي ډي په خبره نيول سوي کسان په مبينه توګه د قانون پلي کوونکو ادارو دفترونه په نښه کول غوښتل، خو د دغو دعوو خپلواکه تصديق تر اوسه نه دی سوی۔
