پشين: پشین کې د محکمہ انسداد دہشت گردی له خوا په سرخاب کيمپ سيمه کې د خفيه معلوماتو پر بنسټ عمليات ترسره شوي، چې پکې له سختې ډزې وروسته 4 مشکوک ترهګر وژل شوي دي۔ د سي ټي ډي وياند ويلي چې دغه وسله وال د يوې منع شوې ډلې سره تړاو درلود او د لویې تخريب کارۍ پلان يې درلود، خو کله چې ځواکونو د هغوی ځاى محاصره کړ، نو هغوی ډزې پيل کړې چې په ځوابي ډزو کې ټول وژل شول۔ د چارواکو په وينا د وژل شويو کسانو مړي د پېژندنې لپاره سول اسپتال کوئٹہ ته لېږدول شوي او د عملياتو پر مهال وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي، په سيمه کې د لټون عمليات دوام لري۔
