**کوټه (نوژوند ویبپاڼه )د شمالي چین د شانزي په صوبه کې د سکرو په یوه کان کې د چاودنې له امله د مړو شمېر 90 ته رسېدلی دی. راپورونه وایي چې دا پېښه د کان دننه د ګاز لیک له امله رامنځته شوې وه، او د پېښې پر مهال 247 کان کینونکي په دنده بوخت وو. د چین چارواکو ویلي چې د پېښې وروسته د ژغورنې عملیات روان دي او د ورک شویو کسانو د موندلو هڅې هم دوام لري.
