مقامی ۲۳ مئی ۲۰۲۶

کوټه: د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غونډه کې سیاسي او تنظیمي پرېکړې او د ولسي ستونزو اندېښنې

کوټه (نوی ژوند): د پشتونخوا ملی عوامی پارٹی د کویټه ضلعې د تحصیل صدر اجرایي او تحصیل کمیټې جلا جلا غونډې د تحصیل سیکرټري نعیم پیر عليزۍ په مشرۍ ترسره شوې، چې پکې د صوبایي سینئر نائب صدر او د کویټه ضلعې سیکرټري سید شراف آغا، صوبایي ډپټي سیکرټري نوابزاده اسفندیار جوګيزي او نورو غړو ګډون وکړ. په غونډه کې د تېرې میاشتې سیاسي او تنظیمي رپورټونه وړاندې شول او د راتلونکي لائحې په اړه مهمې پرېکړې وشوې، چې له مخې یې د اختر په درېیمه ورځ په چمن کې د عامې غونډې کې د پراخ ګډون پرېکړه وشوه. ویناوالو د ګوند د مشر او د تحریک تحفظ آئین پاکستان د مشر محمود خان اچکزئی په مشرۍ د ۱۹۷۳م اساسي قانون د تحفظ، جمهوریت او پارلیمان د خپلواکۍ لپاره د مبارزې د دوام ټینګار وکړ او له کارکوونکو یې وغوښتل چې د تنظیمي نظم د پیاوړتیا ترڅنګ د سوشل میډیا له لارې د ګوند دریځ ولس ته ورسوي. هغوی د بې روزګارۍ، ګراني، ناامنۍ، د برېښنا او ګاز اوږدې لوډشیډنګ او حکومتي بې غورۍ پر وړاندې سخت غبرګون وښود او ویې ویل چې ولس له اساسي اسانتیاوو بې برخې دی او که وضعیت همداسې روان وي نو د سختو احتجاجونو احتمال شته، چې مسوولیت به یې پر حکومت وي.