کوټه ( ورځپاڼه نوای ژوند پښتو) د ریلوې ادارې د امنیتي وضعیت او وروستیو پېښو په رڼا کې له کوئټه څخه پېښور ته تلونکې جعفر ایکسپریس د یوې ورځې لپاره ځنډولې ده. د ریلوې چارواکو په وینا دا پرېکړه د احتیاطي تدابیرو په توګه شوې ترڅو د مسافرو د ژوند او مال خوندیتوب ډاډمن شي او د رېل پټلۍ او سټیشنونو امنیت بیا ارزول شي. د ټرېن ځنډېدو له امله په کوئټه سټیشن کې ګڼ شمېر مسافرو ته ستونزې پیدا شوې، چې پکې د عید لپاره خپلو کورونو ته تلونکي کورنۍ، ښځې او ماشومان شامل وو. چارواکو ویلي چې وضعیت تر ارزونې وروسته به د ټرېن خدمات بېرته بحال شي.
