ورځپاڼه نوای ژوند پښتو کوټه :د مسلم لیګ (ن) صدر ویلي دي چې د ترهګرۍ پر ضد د قوم هوډ نه ماتېدونکی دی. له لاهور څخه جاري شوي بیان کې نواز شریف وویل چې په بلوچستان کې پر بې ګناه خلکو بزدلانه برید د ټول قوم پر زړونو حمله ده. هغه وویل چې د ترهګرۍ خلاف د قوم عزم قوي دی او دی د شهیدانو له کورنیو سره په دې غم کې برابر شریک دی. نوموړي زیاته کړه چې د ټپیانو د ژر روغتیا لپاره دعا کوي او الله تعالی دې د شهیدانو درجې لوړې او وارثانو ته دې د صبر جمیل ورکړي۔
