مقامی ۲۴ مئی ۲۰۲۶

د حورم سعید په قضیه کې د پښتون قوم بېسارې یووالي ستاینه، ملک ولید خان توخئی

کوټه ( ورځپاڼه نوای ژوند پښتو) مشهور قبایلي او سیاسي شخصیت ملک ولید خان توخئي د ماشومې حورم سعید د خوشې کېدو پر مهال د پښتون ملت د یووالي، همغږۍ او اجتماعي شعور ستاینه کړې ده. هغه ویلي چې دې پېښې یو ځل بیا ثابته کړه چې پښتانه یو ژوندی، باوقاره او متحد قوم دی چې د خپلو ماشومانو او مظلومو خلکو د حق لپاره په هره سطحه ولاړ وي. نوموړي ټینګار کړی چې د ماشومانو او ښځو پر ضد جرمونه د انسانیت خلاف ستر جرمونه دي او باید مجرمینو ته سخت قانوني سزا ورکړل شي ترڅو په راتلونکي کې څوک داسې ناوړه کړنې ترسره نه کړي.