کوټه ( ورځپاڼه نوای ژوند پښتو) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په یوه تفصیلي بیان کې په پښتون مېشتو سیمو کې د پټرولو د مصنوعي کمښت او د بیو د بېسارې لوړېدو سخت غبرګون څرګند کړی دی. بیان کې ویل شوي چې په بازارونو کې د ایرانی پټرولو بیه تر ۳۵۰ څخه ۴۰۰ روپیو فی لیټر پورې رسېدلې چې دا د غریب ولس سره ښکاره ظلم دی. ګوند ویلي چې د ملاوټ شوي تېلو کارول نه یوازې د خلکو موټرونه خرابوي بلکې د هوا ککړتیا او ناروغیو لامل هم ګرځي. له ضلعي انتظامیې غوښتنه شوې چې د پټرول مافیا پر ضد سخت اقدامات وکړي او د خلکو لپاره معیاري او ارزانه تېل یقیني کړي.
