مقامی ۲۴ مئی ۲۰۲۶

د چمن پټاکه چاودنې سخت غندنه، معصوم وګړي په نښه کول بزدلانه عمل دی: میر ضیا الله لانګو

کوټه ( ورځپاڼه نوای ژوند پښتو) د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیا الله لانګو د کوئټه چمن پټاکه سیمه کې د ټرېن پر هدف شوې چاودنې سخت غندنه کړې او دا یې د امن دښمنانو له لوري د ښار د سولې د ګډوډولو یوه بله ناکامه هڅه بللې ده. هغه ویلي چې د عید په موقع معصوم، بې‌ګناه وګړي، ښځې او ماشومان په نښه کول یو ډېر شرمناک او نه بښونکی جرم دی. نوموړي زیاته کړه چې دا ډول عناصر د خلکو او امنیتي ادارو پر وړاندې د مستقیم مقابلې توان نه لري او د ترهګرۍ له لارې خپل اهداف پوره کوي، خو حکومت او امنیتي ادارې به یې ټولې سازشونه ناکامه کړي.