د اسرائیلو وزیراعظم بینجمن نیتن یاهو ویلي دي چې اسرائیل د هر ډول خطر سره د مقابلې لپاره بشپړه آزادي لري. د رائټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کې نیتن یاهو وویل چې اسرائیل به د لبنان په ګډون په هر محاذ کې خپلې پوځي کړنې په ازاد ډول جاري ساتي.دا خبرې داسې مهال شوې دي چې د امریکا او ایران ترمنځ د ممکنه سولې د تړون په اړه مذاکرات روان دي. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې دواړه هېوادونه د یوې تفاهمي یادښت ته نږدې شوي دي، چې له مخې یې د هرمز تنګه بیا پرانیستل کېدای شي، کومه چې د نړیوالې سوداګرۍ او د تېلو د لېږد مهمه لاره ګڼل کېږي.د ایران د رسنیو له مخې په دغه احتمالي معاهده کې دا هم شاملېدای شي چې امریکا او د هغې متحدین به پر ایران یا د ایران پر متحدینو برید نه کوي، او ایران به هم له مخکینیو بریدونو ډډه کوي. خو په اسرائیل کې د دې ممکنه تړون پر سر اختلافات موجود دي او ځینې سیاسي مشرانو د لبنان اوربند ستراتیژیکه تېروتنه بللې ده۔
