تازه خبرونه ۲۴ مئی ۲۰۲۶

وزیراعظم شهباز شریف د چین د مهمو کمپنیو له لوړپوړو چارواکو سره لیدنې وکړې

وزیراعظم شهباز شریف په هانګژو کې د چین د بېلابېلو مهمو کمپنیو له لوړپوړو چارواکو سره لیدنې ترسره کړې. د رسمي اعلامیې له مخې، وزیراعظم د شینګ هوا نینګ یوان KG کمپنۍ، سټار چارج او شیوژینګ فارماسیوټیکل ګروپ له استازو سره ولیدل.وزیراعظم د شینګ هوا نینګ یوان KG کمپنۍ له اجرائیه رئیس ایګنس سیو او د CATL کمپنۍ له اجرائیه صدر آسکر لوو سره هم ملاقات وکړ، چې پکې د نوي کېدونکې انرژۍ، لمریزې انرژۍ، د بیټرۍ پرمختللې ټکنالوژۍ او د انرژۍ د ذخیرې سیستمونو په برخه کې د همکاریو په اړه خبرې وشوې.په اعلامیه کې ویل شوي چې وزیراعظم په پاکستان کې د برېښنايي موټرو د چارجنګ انفراسټرکچر او سمارټ موبیلیټي سیستمونو د پراختیا لپاره هم ټینګار وکړ.همدارنګه د شیوژینګ فارماسیوټیکل له مشر ژن یوان سره په لیدنه کې د درمل جوړونې صنعت او د روغتیا په برخه کې د همکاریو په اړه خبرې وشوې. په دې موقع د پاکستان د طبي سکتور کې د پانګونې، د نوو فابریکو جوړولو او د موجوده پلانټونو د پراخولو امکانات هم وڅېړل شول۔