تازه خبرونه ۲۴ مئی ۲۰۲۶

پاکستان په ګډون ۱۴ اسلامي هېوادونو په مقبوضه بیت المقدس کې د صومالیلینډ د سفارت پرانیستنه غندلې

پاکستان په ګډون د ۱۴ اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په مقبوضه بیت المقدس کې د نام نهاد صومالیلینډ د سفارت پرانیستنه په سختو ټکو غندلې ده. په ګډ بیان کې پاکستان، مصر، سعودي عرب، قطر، اردن، لبنان، ترکیه، اندونیزیا، جبوتي، صومالیا، فلسطین، عمان، سوډان او یمن شامل دي.په اعلامیه کې ویل شوي چې په مقبوضه بیت المقدس کې د صومالیلینډ سفارت پرانیستل د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د پریکړو ښکاره سرغړونه ده.همدارنګه ویل شوي چې ختیځ بیت المقدس له ۱۹۶۷ کال راهیسې اشغال شوی فلسطیني سیمه ده او د هغې قانوني او تاریخي حیثیت بدلولو هر ډول یو اړخیزه هڅه غیرقانوني او د منلو وړ نه ده.په ګډ بیان کې ټولو هېوادونو د فدرالي جمهوریت صومالیا د یووالي، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا بشپړ ملاتړ کړی او ویلي یې دي چې د صومالیا د یووالي پر ضد هر اقدام به رد کړي.