پاکستان ۲۴ مئی ۲۰۲۶

پاک چین دوستي د ملي اتفاقِ رائے بېساری نښه ده: احسن اقبال

د پلاننګ وفاقي وزير احسن اقبال ويلي دي چې پاک چین دوستي په پاکستان کښې قوي او د ملي اتفاقِ رائے بېساري حیثیت لري. د “چائنا پاکستان پولیټیکل پارټیز فورم” او د سی پیک د سیاسي ګوندونو د مشورتي میکانیزم په غونډه کښې د وینا پر مهال هغه وویل چې د پاکستان او چین د سفارتي اړیکو ۷۵ کاله پوره کېدو په موقع ټول سیاسي ګوندونه په بشپړه یوالۍ سره د دې دوستۍ ملاتړ کوي.احسن اقبال وویل چې سی پیک د بیلټ اینډ روډ منصوبې مهمه پروژه ده چې د پاکستان اقتصادي منظرنامه یې بدله کړې ده. هغه زیاته کړه چې د سی پیک 2.0 تر لاندې د صنعتي پرمختګ، ټیکنالوژۍ، زراعت، چاپېریالي پایداري او د ولسي فلاح په برخو ځانګړی تمرکز کېږي.هغه وویل چې چین د پرمختګ، ټیکنالوژۍ او د غربت د ختمولو په برخه کښې نړۍ ته یوه بېلګه ده. احسن اقبال وویل چې د پاک چین دوستۍ راتلونکی د ځوان نسل سره تړلی دی او باید د تعلیم، مصنوعي ځیرکتیا، ټیکنالوژۍ او د ځوان قیادت تبادلې نورې هم پیاوړې شي.هغه زیاته کړه چې حکومت به ټول روان او راتلونکي سی پیک منصوبې په وخت بشپړې کړي او په پاکستان کښې د کار کوونکو چینایي وګړو او ادارو ته به بشپړ امنیت برابر کړي۔