کوټه ( ورځپاڼه نوای ژوند پښتو) د عوامي نیشنل ګوند پارلماني مشر انجنیر زمرک خان اچکزئی د چمن پټاکه چاودنې سخت غندنه کړې او ویلي یې دي چې عیدالاضحی ته تلونکي بېګناه مسافر په نښه کول یو ډېر دردناک او بزدلانه عمل دی. هغه وویل چې هیڅ مهذب قانون یا ټولنه په جګړو کې هم د ښځو، ماشومانو او عامو مسافرو په نښه کولو اجازه نه ورکوي او دا ډول پېښې د انسانیت پر مخ یوه سیلی ده. نوموړي له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د پېښې عاملین او د هغوی مرسته کوونکي ژر تر ژره ونیول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.
