کوټه ( ورځپاڼه نوای ژوند پښتو) د بلوچستان اسمبلۍ غړي او د سوشل ویلفیئر پارلماني سیکرټرۍ حاجي ولي محمد نورزي د کوئټه د ټرېن چاودنې سخت غندنه کړې او دا یې د انسانیت، امن او د بلوچستان د سولې پر ضد یو بزدلانه او وحشیانه برید بللی دی. هغه په خپل بیان کې ویلي چې د عیدالاضحی په رارسېدو مخکې پر بېګناه او ملکي خلکو برید د ملي یووالي او د خلکو د خوشحالۍ د سبوتاژ کولو ناکامه هڅه ده. نوموړي ټینګار کړی چې داسې غیرانساني کړنې د خلکو حوصله نه شي ماتولی او نه هم د امن د ادارو عزم کمزوری کولی شي، او د شهیدانو لپاره یې د لوړو درجو او د زخمیانو لپاره د ژر رغېدو دعا کړې ده.
