په بلوچستان کې د عیدالاضحیٰ په موقع په ښوونځیو کې د پنځو ورځو رخصتۍ اعلان شوی دی. د تعلیم محکمې د نوټیفیکیشن له مخې د صوبې ټول سرکاري او شخصي ښوونځي به د مې له ۲۵مې تر ۲۹مې پورې تړلي وي.د رخصتیو وروسته به ټول تعلیمي ادارې د جون له لومړۍ نېټې بیا پرانستل کېږي. په نوټیفیکیشن کې ویل شوي چې د سمر زون په ښوونځیو کې د اوړي رخصتۍ د خپل ټاکلي مهالویش له مخې روانې دي او دغه ښوونځي به د مې له ۲۳مې تر جولای ۳۱مې پورې تړلي وي. د تعلیم محکمې ټولو ضلعي تعلیمي چارواکو ته لارښوونه کړې چې د نوټیفیکیشن بشپړ عملي کېدل یقیني کړي۔
