مقامی ۲۵ مئی ۲۰۲۶

جمال شاه کاکړ: پاک چین دوستي د اقتصادي پرمختګ او سیمه ییزې ودې لپاره مهمه ده

(نوی ژوند)د مسلم لیګ (ن) بلوچستان جنرل سیکرټري او د قومي اسمبلۍ غړي جمال شاه کاکړ ویلي دي چې د وزیراعظم پاکستان وروستی د چین سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي دوستۍ، اقتصادي همکاریو او سیمه ییز پرمختګ لپاره ډېر مهم دی. هغه وویل چې د پاکستان او چین اړیکې د وخت هر امتحان کې بریالۍ پاتې شوې دي او دا دوستي د باور، احترام او ګډ پرمختګ پر بنسټ ولاړه ده.جمال شاه کاکړ وویل چې د وزیراعظم د چین سفر سره به دوه اړخیزه سوداګریزې اړیکې نورې هم پیاوړې شي او د سرمایه کارۍ، انرژۍ، انفراسټرکچر، زراعت او ټیکنالوجۍ په برخو کې به نوي فرصتونه رامنځته شي. هغه زیاته کړه چې د سی پیک منصوبې نه یوازې د پاکستان په اقتصادي پرمختګ کې مهم کردار لري، بلکې بلوچستان او نورو وروسته پاتې سیمو کې د روزګار، مواصلاتو او صنعتي ودې نوې لارې هم پرانیزي.هغه وویل چې د چین سره اقتصادي همکاري د پاکستان د اقتصاد لپاره ډېره مهمه ده او دواړه هېوادونه د سیمې د امن، ثبات او پرمختګ لپاره مهم رول ترسره کوي.