تازه خبرونه ۲۵ مئی ۲۰۲۶

د اختر په لومړیو دوو ورځو کې به له بلوچستانه د ټرین سروس تړلې وي، د رېلوې چارواکي

(نوی ژوند)د رېلوې چارواکو ویلي چې د اختر په لومړیو دوو ورځو کې به له بلوچستانه د ټرین سروس بنده وي او دا پرېکړه د ناگزیره وجوهاتو له امله شوې ده. د چارواکو په وینا له کوټې څخه پېښور ته تلونکې جعفر ایکسپریس د مې په ۲۷مه او ۲۸مه نه روانېږي، او کوټې ته راتلونکې جعفر ایکسپریس به د دوو ورځو لپاره یوازې تر جیکب آباد پورې محدود وي. رېلوې چارواکو زیاته کړې چې سبا د نهې په ورځ به جعفر ایکسپریس په خپل ټاکلي وخت روانه شي، په داسې حال کې چې کراچۍ ته بولان مېل او چمن ته چمن پسنجر ټرین له وړاندې نه ځنډول شوې دي۔