کوئه (پ ر) پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ضلع کوئټه له اړوندو تحصیل سټې د اجرائیه او کمېټې غونډه وکړه، چې مشري یې د تحصیل سیکرټرۍ وکړه. په غونډه کې د ګوند صوبایي سینیر نائب او د ضلع کوئټه سیکرټر سید شراف آغا، صوبایي آفس سیکرټر ملک عمر کاکړ او د ضلعې د اجرائیه کمېټې غړو ګډون وکړ.په غونډه کې سیاسي او تنظیمي رپورټونه وړاندې شول او د راتلونکي لائحې په اړه پرېکړې وشوې. ګډونوالو پرېکړه وکړه چې د اختر په درېیمه ورځ په چمن کې په کېدونکي جلسې کې به په پراخه کچه ګډون کوي.
د ګوند مشرانو وویل چې د ښار له بېلابېلو فیډرونو لکه مېر ډهړ فیډر، جان محمد روډ فیډر او نیو جان محمد روډ فیډر کې سخت او غیر اعلاني لوډشیډنګ د سختې ګرمۍ له امله د خلکو ستونزې نورې هم زیاتې کړي دي. دوی وویل چې کیسکو د خلکو ضد چلند کوي، برېښنا اکثره بند وي او کله چې راشي هم کم ولتاژ وي، چې له امله یې کورني او کاروباري خلک سخت متاثره شوي دي.ګوند غوښتنه وکړه چې سمدستي دې غیر اعلاني لوډشیډنګ ختم کړل شي او د مېر ډهړ فیډر د خراب کارکردګۍ نوټس دې واخیستل شي. دوی وویل چې د سټې تحصیل خلک له سختو ستونزو سره مخ دي، خو مسلط نااهل استازي د ولسي ستونزو په حل کې بشپړ ناکامه شوي دي.دوی زیاته کړه چې په سیمو کې صفايي خراب حالت، د کثافاتو ډبې او د اوبو د وتلو خراب نظام د خلکو ژوند ډېر کړاوه کړی دی، خو اړوند ادارې خاموشې دي. همدارنګه د غلا، ډکیتۍ او ناامنۍ پېښې زیاتې شوي چې خلک یې د وېرې او اضطراب سره مخ کړي دي.په پای کې وویل شول چې تعلیم او روغتیايي اسانتیاوې هم خلکو ته نه دي رسېدلې او که د ولسي ستونزو حل ته سمدستي پاملرنه ونه کړل شي نو سخت احتجاج به وکړي، چې ټول مسؤلیت به یې پر حکومت او اړوندو ادارو وي.
