تہران ( نوی ژوند)د نړيوال خبري اژانس رائټرز د راپور له مخې د خلیج د تاوتریخوالي او د ايران پر امريکايي او اسرائيلي بريدونو وروسته آبنائے ہرمز کې د تېلو او ګازو د لېږد تګ راتګ محدود شوی دی، خو له قطره د مایع طبيعي ګاز دوه کښتۍ پاکستان او چين ته روانې شوې دي. راپور وايي چې د “فویریت” په نوم د ګاز وړونکې کښتۍ د قطر انرجی له راس لفان بندر څخه حرکت کړی او تمه ده پاکستان ته ورسېږي، په داسې حال کې چې بله کښتۍ “الریان” د چين پر لور روانه ده. رائټرز زياتوي چې د محدودو بحري لارو سره سره يو لوی تېل وړونکی ټېنکر چين ته روان شوی، چې هلته به ميليونه بيرله خام تېل تخليه کړي. راپور کې ويل شوي چې د جګړې تر وړاندې په دې لار هره ورځ سلګونه کښتۍ تېرېدلې، خو اوس يوازې محدود شمېر تګ راتګ کوي او ګڼ شمېر کښتۍ لا هم په خلیج کې بندې پاتې دي۔
