تازه خبرونه ۲۵ مئی ۲۰۲۶

سعودي عرب له اسرائیل سره اړیکې د فلسطیني ریاست له جوړېدو سره مشروط کړې

(نوی ژوند)

سعودي عرب واضح کړې چې له اسرائیل سره ډیپلوماتیکې اړیکې به تر هغه وخته نه جوړېږي څو چې د فلسطیني ریاست د جوړېدو لپاره زمینه برابره نه شي. د امریکايي ټلویزیون CNN له مخې یو سعودي چارواکي ویلي چې د فلسطین په اړه د سعودي پالیسۍ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او اړیکې یوازې د فلسطیني ریاست له جوړېدو وروسته ممکن دي.