مقامی ۲۵ مئی ۲۰۲۶

عیدالاضحی د قربانۍ، ورورولۍ او د سنت ابراهیمي درس راکوي: مابت کاکا

(نوی ژوند)د عوامي نېشنل پارټۍ صوبایي جنرل سیکرټري مابت کاکا د عیدالاضحیٰ په مناسبت خپل پیغام کې ټولې اسلامي نړۍ، په ځانګړي ډول د هېواد او صوبې ولس ته مبارکي ورکړې ده. هغه ویلي چې عیدالاضحیٰ یوازې مذهبي اختر نه دی، بلکې د ایثار، قربانۍ، مینې، ورورولۍ او د حضرت ابراهیم علیه السلام د سنت عملي درس هم ورکوي.هغه وویل چې د حضرت ابراهیم او حضرت اسماعیل قرباني د مسلمانانو لپاره د صبر، وفادارۍ او د الله تعالی د حکمونو پر وړاندې د بشپړ تسلیمۍ ستره بېلګه ده. مابت کاکا زیاته کړه چې د اختر حقیقي خوشالي هغه وخت بشپړېږي کله چې غریب، یتیم، کونډې او نور اړمن خلک هم په دې خوشالیو کې شریک کړل شي.هغه د شتمنو خلکو نه غوښتنه وکړه چې د قربانۍ ترڅنګ د بېوزلو مرسته هم وکړي او په اوسنیو حالاتو کې د اتحاد، زغم، ورورولۍ او انسانیت خدمت ته وده ورکړي.