تازه خبرونه ۲۵ مئی ۲۰۲۶

فيلډ مارشل عاصم منير د چين له لومړي وزير لي چيانګ سره غير رسمي ليدنه وکړه

چین ( نوی ژوند پشتو)سید عاصم منیر د لی چیانگ سره غير رسمي ليدنه کړې ده، چې د سرچينو په وينا د خلکو په تالار کې د يوې درنې هرکليزې غونډې پر مهال ترسره شوه. ويل کېږي چې د چين لومړي وزير له فیلډ مارشل سيد عاصم منير سره تود هرکلی او روغبړ وکړ او دواړو لورو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې اترې هم وکړې. د سرچينو له مخې، فیلډ مارشل سيد عاصم منير دا مهال د شہباز شریف په ملګرتيا چين ته په سفر بوخت دی، خو د دې ليدنې نور جزئيات په رسمي ډول نه دي خپاره شوي۔