مکہ (صداقت نیوز)په مکه مکرمه کې پاکستاني حاجیانو د سردار یوسف سره د ملاقات پر مهال شکایت کړی چې دوی په زړو او خرابو ودانیو کې مېشت کړل شوي دي. حاجیان وایي چې په یوه خونه کې پنځه پنځه کسان ځای پر ځای شوي او اسانتیاوې ډېرې کمې دي، حتٰی یوازې یوه المارۍ ورکړل شوې ده. د هغوی په وینا کله ناکله سوځېدلی او خراب خواړه هم ورکول کېږي چې له امله یې ځینې حاجیان ناروغه شوي دي. وزیر حاجیانو ته ډاډ ورکړی چې د دې ستونزو پلټنه به کېږي او د بدانتظامۍ عاملینو سره به حساب وشي او حاجیانو ته د ښه خدماتو د برابرولو هڅه به کېږي۔
