تازه خبرونه ۲۵ مئی ۲۰۲۶

نواب جنګیز مري: سرفراز بګټی دې استعفا ورکړي، د بلوچستان پر امنيتي وضعيت نيوکې

کوټه(نوی ژوند)نواب جنگیز مری ويلي چې اوس يوازې د غندنې او روايتي بيانونو وخت نه دی، بلکې د عملي ګامونو اخيستلو اړتيا ده او د بلوچستان وزيراعلی میر سرفراز بگٹی دې د غيرت څرګندونه وکړي او سمدستي له خپلې څوکۍ استعفا ورکړي. هغه وويل که ایران او امریکہ د خپلو ستونزو د حل هڅه کولی شي، نو د بلوچستان د مسئلې لپاره هم جدي اقدامات پکار دي. د ده په وينا، په بلوچستان کې د امن او امان خراب وضعيت مسؤل سرفراز بګټی دی چې د هرې پېښې وروسته يوازې د غندنې بيان ورکوي او د خلکو باور يې له لاسه ورکړی، همداراز هغه کسان چې نوموړی يې راوستی بايد پر خپلو پاليسيو بيا غور وکړي. نواب جنګیز مري زياته کړه چې د بدامنۍ او خرابېدونکي حالت له امله بې ګناه خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي او که په وزيراعلی کې شرم، حيا او غيرت وي نو استعفا دې وکړي. هغه د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوی د هغې څرګندونې يادونه هم وکړه چې ويل يې د بلوچستان د امن لپاره “د يوه ايس اېچ او مار” کافي ده، اوس بايد وپوښتل شي چې هغه ايس اېچ او چېرته دی، ځکه د چارواکو له سفرونو او بيانونو داسې ښکاري چې د بلوچستان د ستونزو په حل کې لازم جديت نه شته او د دايمي ستونزو د حل لپاره عملي او جدي اقدامات ضروري دي۔