(نوی ژوند)د کوټې چیمبر آف کامرس اینډ انډسټري او د بلوچستان ګوډز ټرک اونرز ایسوسی ایشن په صوبه کې د خراب امن و امان، اقتصادي بحران او د مال وړونکو ګاډو د سوځولو پېښو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. د چیمبر صدر حاجي محمد ایوب مریاني او نورو مشرانو سره د ټرانسپورټرانو پلاوي لیدنه کړې او د سوداګرو او ټرانسپورټرانو ستونزو په اړه یې تفصیلي خبرې کړې دي. په غونډه کې پرېکړه شوې چې د جون په درېیمه نېټه به په کوټه کې د ټولو چیمبرونو، سیاسي ګوندونو، قبایلي مشرانو، سوداګرو او نورو اړوندو اتحادیو ګډه غونډه راوبلل شي، ترڅو د روانو ستونزو پر ضد ګډ لائحہ عمل وټاکل شي. مشرانو ویلي چې د ناامنۍ، د مال وړونکو ګاډو سوځېدو او اقتصادي بحران له امله نه یوازې سوداګریز فعالیتونه اغېزمن شوي، بلکې عام ولس هم له سختو ستونزو سره مخ دی.
