تازه خبرونه ۲۵ مئی ۲۰۲۶

په قلعه عبدالله کې د انجينر زمرک اچکزي او داد محمد کاکړ ترمنځ اختلافات پای ته ورسېدل

قلعہ عبداللہ( نوی ژوند)الحمدلله د عوامی نیشنل پارٹی مرکزي مشر او پارلماني ليډر انجینئر زمرک اچکزئی او مشهور قومي شخصيت داد محمد کاکڑ د لورو ترمنځ روان ټول اختلافات په ښه ډول پای ته ورسېدل. د روغې جوړې دغه مهم پرمختګ د جنګل پيرعليزۍ ډي سي دفتر کې ترسره شو، چې پکې د سيمې مشرانو، مخورو، سياسي او ټولنيزو شخصيتونو ګډون وکړ. دغه مهمه روغه جوړه د منور حسین مگسی، ځوان سياسي او ټولنيز مشر سردار خلیل خان اچکزئی او د مرکزي جامع جومات قلعه عبدالله خطيب مولانا عبیداللہ اخونزادہ د دوامداره هڅو، مثبت رول او جدي کوښښونو په نتيجه کې ممکنه شوه، چا چې د دواړو خواوو ترمنځ غلط فهمۍ ختمولو او د ورورولۍ فضا بېرته ټينګولو کې مهم کردار ادا کړ. ګډونوالو دغه روغه جوړه د سيمې د امن او ثبات لپاره يو مثبت ګام وباله او ويې ويل چې دا به د ولس ترمنځ د يووالي، ورورولۍ او اتفاق سبب شي. دواړو مشرانو ژمنه وکړه چې شخصي اختلافات به شاته پرېږدي او د سيمې د امن، پرمختګ، سوکالۍ او ولسي ګټو لپاره به په ګډه کار کوي.