تازه خبرونه ۲۷ مئی ۲۰۲۶

ایران امریکايي ډرون نسکور کړ، پر ایف-۳۵ الوتکې هم ډزې وشوې

تهران/واشنګټن (نوی ژوند پښتو ویب نیوز) ۲۶ مئی ۲۰۲۶ء: د ایران سپاه پاسداران انقلاب ادعا کړې چې ایراني ځواکونو د امریکا MQ-9 ریپر ډرون نسکور کړی او پر امریکايي ایف-۳۵ جنګي الوتکې یې هم ډزې کړې دي۔ د ایران د پوځ ویاند خبرداری ورکړی چې د امریکا له خوا د اوربند هر ډول سرغړونې ته ځواب ورکول د ایران مشروع او وروستی حق دی۔ بل لور ته د امریکا مرکزي قومانده ویلي چې په سویلي ایران کې یې هوايي بریدونه کړي او د ډرون توغولو مرکزونه او د ماینونو اېښودونکو ایراني کښتیو هدف ګرځولي دي۔ د سینټ کام په وینا، امریکايي ځواکونه به د اوربند پر مهال له زغم څخه کار اخلي او د خپلو ځواکونو دفاع به یقیني کوي، او د بندر عباس وضعیت تر کنټرول لاندې دی۔