کوټه (نوی ژوند پښتو ویب نیوز)د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي په مشرۍ د لوی اختر په مناسبت په ټوله صوبه کې د امنیت، صفایۍ، د قربانۍ د څارویو د پاتې شونو د پر وخت انتقال او نورو انتظامي چارو د جاج اخیستو لپاره یوه مهمه غونډه د چیف منسټر سیکرټریټ کې ترسره شوه. په غونډه کې چیف سیکرټري بلوچستان شکیل قادر خان، د بلوچستان پولیسو انسپکټر جنرل، ډویژنل کمشنرانو د ویډیو لنک له لارې ګډون وکړ، همداراز د وزیراعلیٰ سیاسي او میډیا سلاکار شاهد رند، سیکرټري لوکل ګورنمنټ عبدالروف بلوچ، د کوټې ډویژن کمشنر شاه زیب خان کاکړ، د کوټې میټروپولیټن کارپوریشن اېډمنسټرېټر زاهد خان خلجي او د صفا کوټه چیف ایګزیکټو افسر هم موجود وو. غونډې ته د بریفنګ پر مهال وویل شول چې د لوی اختر پر مهال به په صوبه کې ناقانونه تنظیمونو ته د قربانۍ د څارویو د څرمنو راټولولو اجازه نه ورکول کېږي او د سرغړونې په صورت کې به سخته قانوني کارروایي کېږي. وزیراعلیٰ سرفراز بګټي واضح کړه چې د امن او قانون پر سر هېڅ ډول جوړجاړی نه کېږي. د کوټې میټروپولیټن کارپوریشن اېډمنسټرېټر زاهد خان خلجي غونډې ته وویل چې د اختر پر مهال کوټه ښار په پنځو زونونو وېشل شوی او د قربانۍ د پاتې شونو راټولولو لپاره ۱۵ ځانګړي پواینټونه جوړ شوي دي. هغه زیاته کړه چې د اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۴ زره ۲۹۴ ټنه کثافات راټولېدو اټکل کېږي او د دې د انتقال لپاره بشپړ انتظامات شوي دي. غونډې ته دا هم وویل شول چې د صفایۍ عملیاتو لپاره ۹۵۰۰ وړې او غټې مشینرۍ او عمله چمتو ساتل شوې او د صوبې په ټولو ډویژنل او ضلعي مرکزونو کې به د اړتیا مطابق نورې مشینرۍ هم په کرایه اخیستل کېږي. وزیراعلیٰ لارښوونه وکړه چې د صفایۍ عملیات باید هر صورت اغېزمن، پر وخت او ولس دوست وي او په کوټه او نورو لویو ښارونو کې دې واضح مثبت بدلون ښکاره شي. غونډه کې د امنیتي انتظاماتو هم تفصیلي جاج واخیستل شو او ویل شول چې یوازې په کوټه ښار کې به په ۵۴ لویو عیدګاوو او جوماتونو کې د اختر لمونځونه کېږي چې لپاره یې جامع امنیتي پلان بشپړ شوی دی. د امنیت څارنې لپاره ځانګړی کنټرول روم هم جوړ شوی چې د اختر پر مهال به ۲۴ ساعته فعال وي. د صفا کوټه چارواکو وویل چې د ادارې ډلې به د ښار له ۱۵ ټاکل شوو ځایونو څخه د قربانۍ پاتې شوني راټولوي او د صفایۍ او د خلکو د شکایتونو د حل لپاره ځانګړی کنټرول روم هم فعال شوی دی. وزیراعلیٰ سرفراز بګټي د غونډې پر مهال لارښوونه وکړه چې د صفایۍ په اړه ولسي پوهاوی او تشهیر لا زیات شي او اسسټنټ کمشنران دې د جوماتونو او عیدګاوو د لاوډسپیکرو له لارې له خلکو د صفایۍ کمپاین کې د همکارۍ غوښتنه وکړي. نوموړي ټولو ډویژنل کمشنرانو، ډي آی جيز، ډپټي کمشنرانو او ډي پي اوز ته امر وکړ چې د ګډې همغږۍ او اغېزمنې تګلارې له لارې ټول انتظامي امور پر مخ یوسي. همداراز د بلوچستان آی جي پولیس ته یې سپارښتنه وکړه چې د لوی اختر پر مهال په ټوله صوبه، په ځانګړي ډول ضلعي مرکزونو، عیدګاوو او جوماتونو کې امنیت هر صورت یقیني کړي ترڅو خلک خپل مذهبي فرایض په ارامه فضا کې ترسره کړي۔
