تازه خبرونه ۲۷ مئی ۲۰۲۶

د عیدالاضحی پر مهال په کوئټه او ټولو ډسټرکټ هیډکوارټرونو کې د برېښنا لوډشیډنګ نه کېږي: کیسکو

کوټه (نوی ژوند پښتو ویب نیوز)کوټه الیکټرک سپلائی کمپنی (کیسکو) د عیدالاضحی د رخصتیو په جریان کې په ټول صوبه کې د برېښنا دوامداره رسولو لپاره ځانګړي انتظامات بشپړ کړي دي. د کیسکو د اعلامیې له مخې، د منگل 26 مې د ماښام 6 بجې څخه تر جمعې 29 مې د شپې 12 بجو پورې به د کوئټې ښار ټول فیډرونه د لوډشیډنګ څخه بشپړ معاف وي. همدارنګه د صوبې په نورو ټولو سټي او ډسټرکټ هیډکوارټرونو کې هم د عید په ورځو کې لوډشیډنګ نه ترسره کېږي، خو په رورل (کليوالو) فیډرونو کې به برېښنا د پخواني مهالویش مطابق جاري وي. کیسکو ویلي چې د هر ډول بیړني حالت د مخنیوي لپاره په پاور ډسټرکشن سنټر کې مرکزي ایمرجنسي کنټرول روم جوړ شوی چې 24 ساعته به د برېښنا وضعیت څاري او د خرابۍ په صورت کې به د فوري ترمیم لپاره اړوندې برخې فعالوي. همدارنګه په ټولو آپریشنل سرکلونو، ډویژنونو او سب ډویژنونو کې هم ذیلي کنټرول رومونه جوړ شوي دي. کیسکو له خلکو غوښتنه کړې چې د شکایتونو لپاره دې له خپل سب ډویژن کمپلینټ مرکز، هیلپ لاین 118 او یا 8118 ته د بل حواله نمبر ایس ایم ایس کړي.