مقامی ۲۷ مئی ۲۰۲۶

د قلعې عبدالله کې د عیدالاضحی پر مهال د امن، نظم او صفایۍ لپاره مهمه غونډه

کوټه (نوی ژوند پښتو ویب نیوز)د قلعې عبدالله د ډپټي کمشنر منور حسین مګسي په مشرۍ د عیدالاضحی په مناسبت د امن و امان د ټینګښت، د ولس د ځاني او مالي خوندیتوب، او د قبایلي ترمنځ د ورورولۍ د فضا د پیاوړتیا په موخه یوه مهمه غونډه ترسره شوه، چې پکې د ضلعې بېلابېلو قبایلي، سیاسي او ټولنیزو مشرانو، د علاقې معتبرو شخصیتونو او د ضلعي ادارې لوړ پوړو افسرانو پراخه ګډون وکړ. په غونډه کې ډپټي کمشنر وویل چې د عیدالاضحی پر مهال د پرامن فضا د یقیني کولو لپاره ټول موجود وسایل په کار اچول کېږي او د عید په ورځو کې د خلکو لپاره د اسانتیاوو برابرولو، د امن و امان ساتلو، د ټرافیک د روانۍ، د صفایۍ او د قربانۍ د منډیو د څارنې لپاره ځانګړي اقدامات ترسره شوي دي. هغه پر قبایلي او ټولنیزو مشرانو غږ وکړ چې د سیمې د سولې، ورورولۍ او روادارۍ فضا د ساتلو لپاره له ادارې سره بشپړه همکاري وکړي. په غونډه کې ګډونوالو هم د انتظامیې سره د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او د عید لپاره ځانګړې ستراتیژي جوړه شوه چې پکې د حساسو ځایونو څارنه، په بازارونو کې د امنیت ټینګول او د قربانۍ د څارویو د پاتې شونو د ژر او منظمې لیږدونې پرېکړه وشوه. ډپټي کمشنر اړوندو ادارو ته سختې لارښوونې وکړې چې د خلکو د شکایتونو د فوري حل لپاره کنټرول روم ۲۴ ساعته فعال وساتل شي او پولیس، لیویز او میونسپل کمیټه دې په ګډه همغږي سره خپلې دندې ترسره کړي ترڅو خلکو ته خوندي چاپېریال برابر شي.