لاهور/جهلم (نوی ژوند پښتو ویب نیوز) ۲۶ مئی ۲۰۲۶ء: پنجاب په بېلابېلو ښارونو کې د زلزلې سخت ټکانونه احساس شوي چې له امله یې خلک سخت وېرېدلي او له خپلو کورونو بهر راوتلي دي۔ منډي بهاوالدین، سرائے عالمګیر، پھالیه، بھیره، مریدکے او د جهلم د پنډدادن خان تحصیل جلال پور شریف سیمه کې د زلزلې سخت ټکانونه محسوس شوي دي۔ په جلال پور شریف کې د زلزلې له امله ګڼ کورونه او ودانۍ زیانمنې شوې دي، او د چتونو لوېدو له کبله یو ۱۴ کلن هلک مړ او ۱۰ کسان ټپیان شوي دي چې د ۳ کسانو حالت نازک ښودل شوی دی۔ د ژغورنې ډلې او ضلعي اداره د مرستندویه عملیاتو بوخت دي او د زیانونو ارزونه روانه ده۔ د زلزلې د څار مرکز له مخې د زلزلې شدت په ریکټر سکېل ۴.۸ ریکارډ شوی، مرکز یې له جهلم څخه ۵۸ کلومیټره جنوب لوېدیځ لور ته و او ژوروالی یې ۱۲ کلومیټره ثبت شوی دی۔
