تازه خبرونه ۲۷ مئی ۲۰۲۶

سږکال له ۱۷ لکو زياتو کسانو د حج فريضه ادا کړې

ریاض (نوی ژوند پښتو ویب نیوز) ۲۷ مئی ۲۰۲۶ء: سعودي د احصایې اداره ویلي چې سږکال ټولټال ۱۷ لکه ۷ زره ۳۰۱ کسانو د حج فریضه ادا کړې ده۔ د ادارې له خوا په ایکس خپور شوي بیان کې ویل شوي چې ۱۵ لکه ۴۶ زره ۶۵۵ حاجیان له بهرنیو هېوادونو څخه سعودي عرب ته راغلي وو چې د ۱۶۵ هېوادونو سره یې تعلق درلود، په داسې حال کې چې ۱ لکه ۶۰ زره ۶۴۶ مقامي حاجیان وو چې پکې سعودي وګړي او په سعودي کې مېشت بهرني کسان شامل وو۔