واشنګټن (نوی ژوند پښتو ویب نیوز) ۲۶ مۍ ۲۰۲۶ء: د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران له وضعیت سره تړاو لرونکې مهمې موضوع د بحث لپاره سبا سهار په کمپ ډیوډ کې د کابینې یوه بیړنۍ غونډه را بللې ده۔د امریکايي رسنیو له مخې په دې غونډه کې به د ملي استخباراتو پخوانۍ مشره تلسي ګبارډ په ګډون د کابینې ټول غړي ګډون وکړي۔ تر دې مخکې ټرمپ ویلي وو چې ایران باید غني شوي یورانیم یا امریکا ته وسپاري څو هلته یې له منځه یوړل شي، یا یې باید په کوم بل منل شوي ځای کې د نړیوالو ادارو په څارنه کې ختم کړي۔
