مقامی ۲۷ مئی ۲۰۲۶

کوټه کې د قربانۍ د څارویو بیې اسمان ته ختلې، خلک له لوړو نرخونو اندېښمن دي

کوټه (نوی ژوند پښتو ویب نیوز)د صوبې په مرکز کوټه کې د عیدالاضحی د رانژدې کېدو سره سره د قربانۍ د څارویو په بیو کې کموالی نه دی راغلی، بلکې په ښار کې د مالدارۍ منډیو او موقتي بازارونو کې د بیو د لوړوالي له امله عام خلک له سختې ستونزې سره مخ دي. د کوټې په لویه مال منډۍ (بوسه منډۍ) سربېره په ګوالمنډي چوک، سپني روډ، هوايي ډګر سړک، نوحصار او کوچیلاک بای پاس کې د جوړو شویو منډیو کې بزې، ګډې، غواګانې، بیلونه او اوښان په ډېر لوړ قیمت پلورل کېږي. پیرودونکي وایي چې یو عادي بزه هم له یو لک روپیو اوړي، په داسې حال کې چې ښه نسل لرونکي ګډې او بیلونه په څو څو لکه روپیو خرڅېږي، چې له امله یې خلک یوازې نرخونه اوري او له اخیستلو پرته بېرته ستنېږي. بلخوا د مالدارانو په وینا د څارویو د خوراک، واښو، درملو او ترانسپورت لګښتونه ډېر لوړ شوي، نو ځکه د بیو زیاتوالی مجبوري ده. خلکو له ضلعي انتظامیې غوښتنه کړې چې د منډیو لپاره باقاعده نرخ نامې جاري کړي او د سرکاري څارنې نظام سخت کړي، څو د بیو د منانۍ مخه ونیول شي او عام خلک وکولای شي د عید قرباني ترسره کړي.کوټه کې د عیدالاضحی په نږدې کېدو بازارونو کې ګڼه ګوڼه، د چاقو، ټوکو او باربیکیو سامان بیې لوړې شوې.د عیدالاضحی په رانږدې کېدو سره د صوبې په مرکز کوټه کې بازارونه له خلکو ډک شوي او د سوداګریزو مرکزونو لکه مشن روډ، لیاقت بازار او جناح روډ په ګډون نورو سیمو کې د خریدارانو ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده، خو بل لوري ته د قربانۍ د څارویو د ذبح لپاره د استعمالېدونکو وسایلو، لکه چاقو، ټوکو، ساطور او باربیکیو سامان بیې په غیر معمولي ډول لوړې شوې دي چې له امله یې عام خلک له سختې ستونزې سره مخ دي. د بازار سرچینو په وینا عادي چاقو چې مخکې په 800 تر 1000 روپۍ و، اوس په لوړه بیه پلورل کېږي، او لوی ټوکه تر 2000 تر 3000 روپیو پورې رسېدلی دی. همدارنګه د ښار په بېلابېلو برخو کې مستريانو هم د چاقو او وسایلو د تېزولو نرخونه لوړ کړي دي، او د کویلې، برېښنا او نورو لګښتونو زیاتوالي له امله د پخوانیو نرخونو ساتل ستونزمن بولي. د باربیکیو لپاره د کویلې بیه تر 120 روپیو فی کلو رسېدلې، کوچنۍ انگیټه 1500 او لویه 3500 تر 4000 روپیو پورې پلورل کېږي، په داسې حال کې چې د سیخونو، جالۍ او د غوښې پرې کولو تختو نرخونو کې هم زیاتوالی راغلی چې له امله یې متوسطه طبقه تر ټولو زیات اغېزمنه شوې ده. شہری وايي چې د عید په رانږدې کېدو سره هر کال بیې لوړېږي خو انتظامیه هېڅ اقدام نه کوي او یوازې خاموشه پاتې کېږي.