تازه خبرونه ۲۸ مئی ۲۰۲۶

امریکا د ایران زیاتره وړاندیزونه منلي، په مذاکراتو کې د لوی پرمختګ ادعا

نوي ژوند .د ایران د پارلمان د ملي امنیت او بهرنیو چارو کمېسیون غړي فدا حسین مالکي ادعا کړې چې د امریکا سره په وروستیو مذاکراتو کې د ایران زیاتره وړاندیزونه منل شوي او په خبرو اترو کې مهم پرمختګ رامنځته شوی دی، د هغه په وینا د ایران او امریکا ترمنځ خبرې مثبت لوري ته روانې دي، خو ایران لا هم د امریکا د پخوانیو ژمنو د نه پوره کولو په اړه او په ځانګړي ډول د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چلند په اړه اندېښنې لري، له دې وړاندې امریکايي خبري ویب سایټ هم ادعا کړې وه چې دواړو هېوادونو د اوربند د غځولو او تفاهم پر یو تړون سلا کړې ده او سپینې ماڼۍ هم د دې خبر پخلی کړی و۔