مقامی ۲۸ مئی ۲۰۲۶

*د هرنايي په شاهرګ کې د اختر په ورځ ډزې، ۴ کسان شهيدان شول

نوی ژوند ۔۔د معلوماتو له مخې د شاهرګ په چونګي روډ سیمه کې د اختر په ورځ نامعلومو وسله والو ناکه بندي کړې وه او پر تېرېدونکو موټرو او کسانو یې بې درنګه ډزې وکړې، چې له امله یې څو کسان سخت ټپیان شول. د سیمه ییزو سرچینو په وینا ټپیان سمدستي د RHC شاهرګ ته ولېږدول شول او ځینې بیا کوټه ته د درملنې لپاره واستول شول، خو څلور کسان د سختو ټپونو له امله شهیدان شول. په وژل شویو کې مولوي سید زاهد شاه، ضیاء الحق، قاهر میاني، زمان شاه او اکرام الله شامل بلل شوي دي. پېښه د شیخ موسی بابا روډ سره نېږدې شوې چې د ایف سي کمپ او امنیتي زون ته نږدې سیمه ده، چې له امله یې خلک سخت اندېښمن شوي او د امنیتي انتظاماتو په اړه پوښتنې راپورته کړي دي. انتظامیې د پېښې پلټنې پیل کړې دي۔