نوي ژوند نيوز.د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري په مورو کې د خپلو پلویانو سره په وینا کې ویلي چې موږ به ټول یو ځای د اسټېبلشمنټ لاسونه قوي کړو او هېواد به نور هم پیاوړی کړو، هغه وویل چې د بېنظیر او ذوالفقار علي بهټو سیاسي میراث به جاري ساتي او تل یې د ۱۹۷۳م اساسي قانون له مخې کار کړی دی، زرداري د هند سره د کړکېچ په اړه وویل چې په لنډه جګړه کې هند ته سبق ورکړل شو، او زیاته یې کړه چې په هند کې د مسلمانانو سره کېدونکي ظلمونه باید نړیواله ټولنه وګوري خو د هند حکومت دې ته پام نه کوي۔
