نوی ژوند نيوز..د غزې د دیرالبلاح په ښار کې د لادرکه کسانو هدیره د جګړې وروسته د یوې سترې انساني فاجعې نښه ګرځېدلې ده، چیرې چې سلګونه ناپېژندل شوي مړي ښخ شوي او د وژل شویو کورنۍ لا هم هره ورځ د خپلو عزیزانو په لټون هلته ورځي، د راپور له مخې ۲۶ کلنه فلسطینۍ مېرمن لیلا العسي د خپل لادرکه مېړه په لټه کې د یوې بې نومه قبر مخې ته ګلان ږدي او اوبه پرې تویوي، په داسې حال کې چې د جګړې پر مهال د لادرکه شویو کسانو د پېژندنې لپاره د DNA اسانتیاوو نشتوالی د مړو د پېژندلو بهیر له سختو ستونزو سره مخ کړی دی، د چارواکو په وینا دا هدیره شاوخوا ۱۴۰۰ قبرونه لري چې زیاتره مړي د کنډوالو او ویجاړو سیمو څخه را ایستل شوي دي۔
