مقامی ۲۸ مئی ۲۰۲۶

نوصحار ته نږدې د غنمو فصل کې اور لګېدلی، فایر بریګېډ په وخت قابو کړی

کوټه (نوي ژوند)د نوصحار تاڼې ته نږدې د غنمو په فصل کې د اور لګېدو خبر پر مهال میټروپولیټن فایر بریګېډ په چټکۍ سره سیمې ته ورسېده او اور یې قابو کړ، د اور له امله فصل ته د درنې مالي تاوان امکان موجود و خو د فایر بریګېډ د پر وخت او مؤثرې کارروایۍ له امله کروندګر له لوی زیان څخه وژغورل شو، د فایر سروسز ډایرکټر عبدالحق خان اچکزي د عملې د ژر رسېدو او کارکردګۍ ستاینه وکړه۔