پاکستان ۲۹ مئی ۲۰۲۶

د پټرولو او ډیزلو په بيه کښې د ۲۲، ۲۲ روپيو لويې کمښت اعلان

اسلام آباد(نوی ژوند) د پاکستان حکومت د ولس د اقتصادي ستونزو د کمولو او ريليف ورکولو په موخه د پټرولو او ډیزلو په نرخونو کښې د پام وړ کمښت اعلان کړی دی. د وزيراعظم هاوس له خوا په جاري شوي اعلاميه کښې ويل شوي چې د پټرولو په في ليټر بيه کښې ۲۲ روپۍ او د ډیزلو په بيه کښې هم ۲۲ روپۍ کموالی راوستل شوی دی. وزيراعظم شهباز شريف ويلي چې ولس ته اقتصادي ريليف ورکول د حکومت له لومړنيو ترجيحاتو څخه دي او د تېلو په بيه کښې کمښت به نه يواځې عام ولس، بلکې د ټرانسپورټ، سوداګرۍ او کاروباري برخو ته هم ګټه ورسوي او له دې سره به د ګرانۍ فشار د کمېدو هيلې زياتې شي.