اسلام آباد (نوی ژوند)د وفاقي حکومت له لوري د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال بوديجې مهم ټکي چمتو شوي دي چې له مخې يې د بوديجې ټوليز حجم 17.1 ټرېلينه روپۍ وړانديز شوی او د اقتصادي ودې هدف 4.1 سلنه ټاکل شوی دی. د اوسط ګرانۍ کچه 8.4 سلنه اټکل شوې او د پټروليم ليوۍ له لارې د يو زر او 727 اربه روپيو ترلاسه کولو هدف اېښودل شوی دی. د راتلونکي مالي کال لپاره د ټېکس عوايدو هدف 15 زره او 267 اربه روپۍ، د وفاقي پرمختيايي پروګرام (پي اېس ډي پي) حجم 1.1 ټرېلينه روپۍ او د پورونو د سود ادا کولو لپاره 7 زره او 824 اربه روپۍ ځانګړې کولو وړانديز شوی دی. د دفاعي برخې لپاره 2 زره او 665 اربه روپۍ او د نان ټېکس عوايدو هدف 2 زره او 768 اربه روپۍ اټکل شوی دی. د قومي اسمبلۍ او سېنېټ د بوديجې غونډې د جون په پنځمه رابلل شوې دي او قومي اقتصادي سروې به د جون په څلورمه خپره شي. بل لور ته سرکاري کارکوونکو او تقاعد اخيستونکو د ګرانۍ له تناسب سره سم وړانديز شوی ريليف ناکافي بللی، د تنخواوو او تقاعدونو کې يې د سل سلنه زياتوالي غوښتنه کړې او د بوديجې تر وړاندې يې د احتجاجي پرلت اعلان هم کړی دی.
