پاکستان ۲۹ مئی ۲۰۲۶

له بلوچستانه د اورګاډي تګ راتګ بېرته پیل شو، جعفر ایکسپریس به نن پېښور ته روانه شي

کوټه (نوی ژوند)د رېلوې محکمې پرېکړه کړې چې له بلوچستانه د اورګاډي تګ راتګ بېرته پیل کړي او اعلان یې کړی چې له کوټې څخه پېښور ته تلونکې جعفر ایکسپریس به د مې په ۳۰مه نېټه پر خپل ټاکلي وخت روانه شي، په داسې حال کې چې له پېښوره به هم د شنبې په سهار یاده اورګاډی بېرته کوټې ته حرکت وکړي۔ د رېلوې چارواکو په وینا، په بلوچستان کې د اورګاډي خدمت له تېرو درېیو ورځو راهیسې ځنډېدلی و، خو د حالاتو تر ارزونې او اداري چمتووالي وروسته د بېرته فعالولو پرېکړه شوې ده۔ چارواکي وایي چې د اورګاډي خدمت بیا پیل به نه یوازې مسافرو ته د سفر اسانتیاوې برابرې کړي، بلکې د بلوچستان او د هېواد د نورو سیمو ترمنځ به د تګ راتګ او سوداګریزو اړیکو په ښه کېدو کې هم مرسته وکړي، او د لوی اختر په مناسبت سفر کوونکو خلکو هم دا پرېکړه د ډاډ وړ بللې ده۔