کوټه (نوی ژوند)د شمالي وزیرستان ضلعي ادارې اعلان کړی چې د مې په 30مه او 31مه نېټه به په ټوله سیمه کې ګرځبندیز نافذ وي او د دې مودې پر مهال به ټولې داخلي او خارجي لارې د ولسي تګ راتګ لپاره تړلې وي. د شمالي وزیرستان ډپټي کمشنر ویلي چې د ولس د اسانتیا لپاره به هره ورځ د ماښام له 6 بجو څخه تر شپې 10 بجو پورې په ګرځبندیز کې نرمي راوستل کېږي څو خلک خپل ضروري کارونه ترسره کړي. چارواکو ویلي چې د ګرځبندیز پر مهال به ټولې لویې لارې د عام ټرافیک پر مخ تړلې وي، له همدې امله دې خلک د ټاکل شویو وختونو پابندي وکړي او په خپلو کورونو کې پاتې شي. ضلعي ادارې د ګرځبندیز د پلي کېدو رسمي خبرتیا هم جاري کړې ده.
