پاکستان ۱ جون ۲۰۲۶

آی ایم ایف ته د پټرولیم لیوي د زیاتولو ډاډ، پر ولس د مالي بار د زیاتېدو پلان

کوټه (نوې ژوند ویب نیوز) وفاقي حکومت د پټرولیم لیوي او سرچارج له لارې د عوایدو د زیاتولو یو نوی پلان چمتو کړی دی. د راپور له مخې حکومت نړیوال وجهي صندوق ته ډاډ ورکړی چې د پټرولیم لیوي له لارې به ټاکل شوي مالي هدفونه ترلاسه کړي. د اسنادو له مخې د ۲۰۲۶-۲۷ مالي کال لپاره د ۱۷۲۷ اربه روپیو د راټولولو هدف ټاکل شوی او په راتلونکو کلونو کې د دې رقم د لا زیاتېدو امکان شته. په تېرو کلونو کې هم د پټرولیم لیوي په نوم زرګونه اربه روپۍ راټولې شوې دي. اقتصادي شنونکي وایي چې د پټرولیم لیوي زیاتوالی کولی شي د ټرانسپورټ، خوراکي توکو او نورو ورځنیو اړتیاوو د بیو د لوړېدو لامل شي، چې له امله به د ګرانۍ فشار نور هم زیات شي۔