مقامی ۱ جون ۲۰۲۶

د پښتون ملتپالو ګوندونو بېړنۍ غونډه، د هرنایي او زیارت پېښو په اړه سخته اندېښنه

کوټه (نوې ژوند ویب نیوز) د پښتون ملتپالو سیاسي او جمهوري ګوندونو په یوه بېړنۍ غونډه کې د شاهرګ د وژل شویو سیاسي فعالانو او عامو وګړو، د کلي مانګي څخه د څلورو کسانو د تښتونې، پر لویو لارو د موټرو سوځولو او په ټول بلوچستان کې د زیاتېدونکې ناامنۍ، ترهګرۍ او بې قانونۍ په اړه ژوره اندېښنه څرګنده شوه. غونډه د نصرالله خان زیرے په مشرۍ ترسره شوه او پکې اصغر خان اڅکزی، احمد جان خان او نورو مشرانو ګډون وکړ. ګډونوالو د تښتول شویو کسانو د ژر او خوندي خوشې کېدو غوښتنه وکړه او د شاهرګ د ولس د مشروع او جمهوري مبارزې بشپړ ملاتړ یې اعلان کړ. په اعلامیه کې ویل شوي چې د خلکو د سر او مال ساتنه د حکومتونو او امنیتي ادارو اساسي مسؤلیت دی، خو روانه ناامني د هغوی د ناکامۍ څرګند ثبوت دی. غونډې پرېکړه وکړه چې ژر به د ټولو سیاسي او جمهوري ګوندونو ګډ آل پارټیز کنفرانس راوبلل شي ترڅو د امنیتي ستونزو او سیاسي ننګونو د حل لپاره ګډه تګلاره جوړه شي.