کوټه (نوې ژوند ویب نیوز) ستره قضايي شورا د پاکستان د چیف الیکشن کمشنر سکندر سلطان راجه پر ضد د پاکستان تحریک انصاف شکایت رد کړی دی. دغه شکایت د پي ټي آی عمومي منشي عمر ایوب خان د ۲۰۲۴ کال د عمومي ټاکنو د درغلیو د تورونو په تړاو وړاندې کړی و او د چیف الیکشن کمشنر پر ضد یې د قانوني اقدام غوښتنه کړې وه. سترې قضايي شورا د ټولو قانوني اړخونو تر ارزونې وروسته دا شکایت د اورېدنې وړ ونه باله او رد یې کړ، او د پرېکړې په اړه عمر ایوب خان ته هم رسمي خبر ورکړل شوی دی.
