پاکستان ۱ جون ۲۰۲۶

وزيراعلی سهيل آفريدی ته بشپړ باور حاصل دی، د اختلافاتو تاثر رد کړل شو.

کوټه (نوي ژوند نيوز) د خيبرپښتونخوا حکومت د اطلاعاتو سلاکار شفيع جان د وزيراعلی سهيل آفريدی پر ضد د اختلافاتو تاثر رد کړی او ويلي يې دي چې وزيراعلی ته د اسمبلۍ د ټولو غړو بشپړ باور حاصل دی او د ځينو کړيو له خوا خپرېدونکی د اختلافاتو تاثر له حقيقت سره تړاو نه لري. نوموړي وويل چې د پي ټي آی بنسټ ايښودونکي سهيل آفريدی د وزيراعلی په توګه نومولی و او پارلماني ډله د هغه پر مشرۍ متفقه ده. شفيع جان دا دعوه هم وکړه چې که د ۲۷ ناراضه غړو خبره کېږي، نو لږ تر لږه دې د دوو مستندو نومونو څرګندونه وشي، ځکه زياتره غړي د حکومتي چارو او د ګوند د نظم او ډسپلين تر څنګ ولاړ دي. سياسي شنونکي وايي چې وروستيو څرګندونو په صوبه کې د روانو داخلي اختلافاتو او د حکومتي ثبات په اړه بحث لا تود کړی دی.